امنیت

دماين دچاودنې له امله دوه تنه ملکي وګړي شهيدان او ٤ سرتيري ټپيان شول.

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٢١
د ميدان وردګو ولايت په نرخ ولسوالۍ کې دماين د دوو چاودنو له امله دوه تنه ملکي وګړي شهيدان او ٤ تنه سرتيري ټپيان شول.
دميدان وردګو دوالي وياند عطا الله خوږياڼي دباختر آژانس خبريال ته وويل :- دملکي وګړو دسپرلۍ يو موټر پرون مازيګر دنرخ ولسوالۍ په مربوطاتو کې په سړک کې په ښخ کړى شوي ماين وخوت چې دچاودنې له امله دوه تنه ملکي وګړي شهيدان شول.
خوږياڼي څرګنده کړه : کله چې امنيتي ځواکونو غوښتل دپيښې قربانيان وليږدوي د دوى دسپرلۍ موټر هم لومړۍ پيښې ته څيرمه په يوبل ښخ کړى شوي ماين وخوت چې دچاودنې له امله يې ٤ تنه سرتيري ټپيان شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته