امنیت

د داعش نهه تنه غړي په ننګرهار ووژل شول.

کابل- باختر د مرغومې دمياشتې ٩
د داعش د ډلې نهه تنه غړي په ننګرهار ولايت کې په نويو هوايي بريدونو کې ووژل شول.
په دغو جګړه مارانو نن سهار کله چې په اچين ولسوالۍ کې په يوه پټنځي کې راټول شوي وو دافغان ځواکونو له خوا هوايي بريد وشو.
دافغانستان په ختيځ کې دسرحدي پوليسو يوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په دې بريد کې د داعش نهه تنه غړي ووژل شول.
ده وويل داعشيان په اچين ولسوالۍ کې په خپل پټنځي کې ديو لړ تروريستي بريدونو د سازمان ورکولو لپاره راټول شوې و چې پرې بريد وشو.
ويل کيږي په دې هوايي بريد کې دسيمې خلکوته زيان نه دى اوښتى د داعش ډلې تراوسه پورې په دې باب څه نه دي ويلي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته