ټولنه

په بغلان کې بېځايه شويو کورنيو مرسته ترلاسه کړه

۴۰- کابل / د مرغومي ۲۹مه / باختر
په بغلان کې څه دپاسه ۶۰۰ کورنيو نن نغدي او غير نغدي مرستې ترلاسه کړې.
د بغلان د مهاجرينو د راستنولو چارو رييس شريف الله شفق د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه رياست د مهاجرت د نړيوال سازمان په همکارۍ پر٦٧٦بېځايه شويو او مصيبت ځپلو کورنيو نغدي او غير نغدي مرستې ووېشلې.
هغه زياته کړه: په دې دوره کې پر هرې کورنۍ ۱۵ زرو ۳۵۰ افغانۍ نغدې پيسې، درې شړۍ او ژمني جامې ووېشل شوې.
د دغو مرستو د وېش په وخت کې د بغلان د والي مرستيال ذبيح الله حساس او ددغه ولايت نور سيمه ييز مسوولين حاضر وو.
ختم- ج -اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته