امنیت

د بغلان د لويو لارو امنيت تامين شوى دى

کابل باختر دتلي اووه ويشتمه :
بغلان ولايت ته غځيدلې لويې لارې چې له څو ورځو راپديخوا د ترافيکي وسايطو پرمخ تړلې وه؛ اوس په بشپړه توګه تامين دى.
په بغلان لاره کې چې پلخمري – سمنګان ، پلخمري _ کندز او پلخمري _ دوشي پکې شامل دي؛ يو وخت د سختو جګړو ډګر و چې د ملکي او پوځي افرادو د وژل کيدو له امله په ساعتونوتړل کيده، دغه لاره اوس په بشپړه توګه  امنه ده او ترافيکي واسطې له  کوم خنډ  پرته له دغې لارې تګ راتګ کوي.
د دوشي _ پلخمري لاره د کيله ګي په ساحه کې يو وخت هغه لاره وه چې د نښتو له امله په ساعتونو تړلې وه، خو اوس په دغه لاره کې د يوه قوماندان جمعه خان ايوب  او د ده افرادو په وګړني پاڅون سره امنيت تامين دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته