امنیت

پنځه تنه طالبان په فراه کې ووژل شول .

کابل باختر د غبرګولي   شلمه :
پنځه تنه وسله وال طالبان تيره شپه  په فراه ولايت کې دپوحي عملياتو له امله ووژل شول .
دفراه دامنيې  قوماندانۍ وياند قاسم  قاسمي  د باختراژانس  خبريال ته وويل چې دغه طالبان ددغه ولايت  په پرچمن ولسوالۍ کې  دهوايي او ځمکنيو عملياتو له امله ووژل شول .
ده وويل  چې په دغوعملياتو کې ددښمن يوشمير  وسلې او مهمات هم دامنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي .
  ختم_  سعيده _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته