فرهنګ

دافغانستان له فرهنګي ميراثونو سره دملاتړ ټولنې دهېواد دتاريخي ابداتو او دفرهنګي ميراثونو دسلامتيا غوښتنه وکړه .

کابل باختر د وږي ١٦مه :
دافغانستان له فرهنګي ميراثونو سره  دملاتړ ټولنې په هېواد کې دسولې له مرکچي لورو څخه  دفرهنګي ميراثونو  اودتاريخي ابداتو دسلامتيا دتضمين غوښتنه وکړه .
  ددغې ټولنې په هغې اعلاميه کې  چې باختراژانس ته رسېدلې ده ،  افغانستان دتاريخي آثارو او آبداتو دلرلو په لحاظ په نړۍ کې  بډاى هېواد بلل شوى دى  خو څرګنده شوې ده  چې پرله پسې جګړو  ددې هېواد  هويتي ساحو ته نه جبيره کيدونکى زيان اړولى دى .
  دافغانستان  له فرهنګي ميراثونو سره  دملاتړ ټولنې ويلي دي  چې دافغانستان  سياسي او ټولنيز حالات په بشپړ دقت سره تعقيبوي  او داسې برېښي چې له طالبانو سره دامريکا  دسولې خبرې  خپل  وروستي پړاو ته رسېدلي دي .
دغې ټولنې دغه راز څرګنده کړې ده  چې په افغانستان کې تېرو ترخو تجربو ښودلې ده چې دنويو سياسي  جريانونو په پيل کېدو سره دغه هېواد له بل بحران سره  مخامخ کېږي او په غوڅه توګه  دافغانستان دسولې په برخه کې له کورنيو اوبهرنيو  مرکچيانوڅخه دهېواد دتاريخي آبداتو اوفرهنګي ميراثونو دسلامتيا دتضمين غوښتنه کړې ده .
  دغه اعلاميه  دافغانستان  له فرهنګي ميراثونو سره دملاتړ دټولنې دمشرتابه او غړو په هغې غونډه کې  چې د تېرې پنجشنبې په ورځ په کابل کې جوړه شوه  ،  صادره شوې ده .
  ختم_ ف_اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته