امنیت

په پکتيکاکې دوسله والو طالبانواودامنيتي ځواکونوترمنځ نښتې

کابلباختر دغبرګولي ١٨ مــــــه

دافغا نستان په ختيځ پکتيکا ولايت کې دنويو نښتو له ا مله پنځه تنه وسله وال طالبان اودوه تنه سيمه ييز پوليسان ووژل شول .

دغه پيښه تيره شپه په لسو بجو دسروبي ولسوالۍ په سپيدار نري سيمه کې  را منځته شوه .

په دې پيښه کې لومړي دافغان پوځيانو دسپرلۍ موټر په يو ايښودل شوي ماين وخوت او څو شيبې وروسته د وسله والو طالبانو له خوا ور باندې بريد وشو.

درارسيدلو خبرونو له مخې په دې چاودنه او نښته کې پنځه تنه وسله وال طالبان اودسيمه ييزو پوليسو دوه تنه سر تيري ووژل شول او يو بل افغان پوځي ټپي شو.

دپکتيکا د والى ويندوى مخلص افغان باخترا ژانس ته وويل چې ددغې پيښې په پاى کې د وسله والو طالبانو يوه اندازه جنګي وسايل هم د افغان ځوا کونو لاس ته ورغلي دي.

 ده وويل دپوليسو ځواکونه په ګزمې بوخت و چې ماين وچاوديد اود وسله والو طالبانو له خوا ور باندې بريد وشو.

ديوبل خبر له مخې په پکتيکا ولايت کې د ماين د چاودنې له ا مله يو سيمه ييز پو ليس ووژل شو اودوه تنه نور يې ټپيان شول .

دغه پيښه نن سهار د ارګون ولسوالۍ په پان خوى سيمه کې له هغه وروسته را منځته شوه چې ددغوافغان پوځيانو دسپرلۍ موټر په واټ کې په ښخ کړاي شوي ماين و خوت .

 دپکتيکا د والى ويندوى مخلص افغان وسله وال طالبان ددغې پيښې مسول بو لى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته