امنیت

دويم نړيوال کنفرانس په هرات کې جوړيږي

کابلباختردميزان٦
د هرات  د امنيتي خبرو اترو دويم نړيوال کنفرانس په را تلونکې اوونۍ کې په دغه ولايت کې جوړيږي.
دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې: د افغانستان استراتيژيکي مطالعاتو د انستيتوت رئيس ډاکتر داوود مراديان چې دهرات د امنيتي خبرو اترو د لومړى اودويم نړيوال کنفرانس جوړونکى دى؛ نن يې په يو خبري غونډه کې ددغه کنفرانس هدفونه بيان کړل او وې ويل: په دې کنفرانس کې د جمهوري رياست د انتخاباتو د بدلون د لسيزې، دنشه يي توکو د له منځه وړلو لپاره د اساسي لارو چارو ، سيمه ييزو همکاريو، فرهنګي ميراث، د نړيوالې ټولنې او د اسلامي عرفان د سياسي او اقتصادي همغږۍ د دايمي سولې د مولفو او د امريکا، ايران او افغانستان د همکاريو د لرليد په باب خبرې کيږي.
د ده د څرګندونو له مخې: په دې کنفرانس کې د څه د پاسه ديرشو هيوادونو او د نړيوالو سازمانونو استازي او د افغانستان دحکومت استا زي پکې ګډون کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته