امنیت

د وزيرانو شورا امنيتي کميټه غونډه وکړه

کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ١٠
د وزيرانو شورا د امنيتي کميټې غونډه نن له غرمې مخکې د جمهور رييس د لومړي مرستيال او د دغې کميټې د رييس محمديونس قانوني په مشرۍ د صدارت دګلخانې په ماڼۍ کې جوړه شوه او د هيواد د جمهوري رياست د انتخاباتو د دويم پړاو د ترسره کولو په مقصد د امنيت او ثبات د ټينګښت په باب خبرې وشوې.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دغونډې په پيل کې د جمهوري رياست لومړي مرستيال وويل: په هيوادکې دامنيت دتامينولو په لاره کې يون که چيرې له مخکې څخه د تدوين شوې ستراتيژۍ له مخې ترسره شي؛ کولاى شي ګټوروې او په همدې مقصد به د دغه مهم او ملي سند د تدوينولو په لاره کې هراز هلې ځلې وکاروو.
دجمهوري رياست لومړي مرستيال وويل چې د افغانستان خلک د تروريزم له پلوه او د تروريزم ځالوته د افغانستان د راستنولو لپاره د دوى د هلوځلو له امله انديښنې اوس هم شته او له همدې امله موږ بايد له ټولو فرصتونو څخه استفاده وکړو ترڅو دغه هلې ځلې له ماتې سره مخامخې کړو.
دجمهوري رياست لومړي مرستيال زياته کړه چې انتخابات ډير حساس پړاوته رسيدلي دي او موږ به هلې ځلې وکړو ترڅو په هيوادکې د ښه امنيت ترسيورى لاندې خلک د لومړى پړاو په شان د رايو صندوقونو ته لاړشي او خپل راتلوونکى مشر وټاکي.
وروسته دغونډې د پروګرام له مخې: د ملي دفاع او د کورنيو چارو وزيرانو او د ملي امنيت لوى رييس په هيوادکې د روانو حالاتو په باب خپل رپوټونه وړاندې کړل چې په ځينو موادوکې د هغو په باب هر اړخيزې خبرې وشوې. په هيوادکې د امنيت د تامينولوپه وړاندې د دولتي مرکزونو او خلکو په لارې پراته ستونزې او په راتلوونکو اوونيو او مياشتوکې د دښمن پروګرامونه له هغومهمو مطالبو څخه و چې د هر يو په باب هر اړخيزې خبرې وشوې او لازم تدبيرونه ونيول شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته