بادغيس باختر د تلې پنځمه :
په بادغيس ولايت کې دولسو روغتيايي مرکزونو نن بيا په فعاليت پيل وکړ .
دغه مرکزونه د وسله والو طالبانو له خوا تړل شوي و .
د بادغيس ولايت د عامې روغتيا رياست سرپرست عبداللطيف روستايي د باختر آژانس خبريالته وويل چې دغو مرکزونو د قومي مشرانو په هڅو او هاند سره بيا په فعاليت پيل وکړ .
ده وويل چې دغه روغتيايي مرکزونه د قادس او مقر په ولسواليو او د بادغيس ولايت په مرکز قلعه نو کې بيا د خلکوپه چوپړکې شول .
ده زياته کړه: دوى په هڅه کې دي هغه نور کلينيکونه چې د وسله والو طالبانو له خوا دبادغيس ولايت د جويند او بالامرغاب په ولسواليو کې تړل شوي دي، بيا پرانيزي .
وسله والو طالبانو څو ورځې مخکې د دغو مرکزونو روغتيايي کارکوونکي په مرګ ګواښلي وو چې دغه ګواښ په دغه ولايت کې د پنځه ويشتو روغتيايي مرکزونو د تړل کيدو سبب شوى و .
ختم_ ف _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل