امنیت

طالبانو په کونړ کې یو ملکي وګړی شهید کړ

۳۶- کابل / د لړم ٢١ مه / باختر
وسله والو طالبانو په کونړ کې یوه صحرایي محکمه کې یو ملکي وګړی په ډزو سره شهید کړ.
طالبانو دغه سړی چې ویل کېږی هټۍ وال و، درې ورځې وړاندې له اسعد آباد –پارون لویې لارې وتښتاوه او پرون ناوخته یې د خلکو او د ده د مېرمنې او ماشومانو په وړاندې په ډزو سره وواژه.
د نورستان یو امنیتي خبرځای باختر آژانس ته په ټلیفوني اړیکه کې د طالبانو په لاس د دغه هټۍ وال په ډزو وېشتل تایید کړل او ویې ویل چې له دولت سره یې هېڅ اړیکې نه درلودې.
د پېښې شاهدان وایي: وسله والو طالبانو لومړی دی له مېرمنې او دوو ماشومانو سره له موټره راښکته کړ او بیا یې د کورنۍ او د کلي د اوسېدونکو پر وړاندې په ډزو سره شهید کړ.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
پای/شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته