کابل باختر د لړم څلورمه :
د وسله والوطالبانو يو قوماندان پرون دملي دفاع وزارت دځانګړې قطعې دمنسوبينو د چاڼيزو عملياتو په بهيرکې په قندهار ولايت کې ونيول شو .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ: د وسله والو طالبانو يوقوماندان آغامحمدچې د ماينونوپه ايښودلو، د مهماتو په ليږدولو اوله خلکو څخه يې په باج اخيستلوکې رول درلود؛ د قندهارښارته څېرمه دملي اردو دمنسوبينو دعملياتو په بهيرکې له اتو موبايلونو او يوې اندازې کلورايد سره چې دچاوديدونکو توکو په جوړولو کې کارول کيږي؛ ونيول شو .
0 د یوې دقیقې څخه لږ