کابل باختر د تلې نهه ويشتمه :
يوه وسله وال غله چې دغلا په نيت داستوګنې يوه کورته ننوتي و له هغه وروسته چې دپوليسو له خوا کلابند شو ځان وواژه .
دغه سړى چې دپوليسو تر څارنې لاندې و دهرات ښارپه شپږمه ناحيه کې داستوګنې يوه کورته دننوتو په وخت کې دخپلې تومانچې په ډزو سره خپل ژوند پاى ته ورساوه .
دهرات ولايت دپوليسو يوه مقام باختر اژانس ته وويل دغه سړى چې په ښځينه کوښو او څادرۍ سمبال و دپوليسو له شک وروسته وتښتيد او داستوګنې په يوه کور کې يې ځان وواژه .
دپيښې په ځاى کې يوه تومانچه هم ترلاسه شوې ده او قضيه دپوليسو تر زياتې څيړنې لاندې ده .
ختم_ ف _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ