Uncategorized

اتلس طالبان په ننګرهار کې ووژل شول

کابل / د غبرګولي ٢٣ مه / باختر
اتلس وسله وال طالبان ننګرهارکې په نويو نښتو کې ووژل شول او ٦ نورټپيان شول.
دغه جګړې تېره شپه د خوږياڼيو، اچين او شيرزادو ولسواليو په مربوطاتو کې د وسله والو طالبانو له بريدونو وروسته رامنځته شوې .
د هېواد په ختيځ کې د سېلاب قول اردو يوه جګپوړي چارواکي باخترآژانس ته وويل: په دغو جګړو کې د دغې ډلې د دوو سيمه ييزو قوماندانانو په ګډون ١٨وسله وال طالبان ووژل شول او ٦ نور ټپيان شول.
د رارسېدلو خبرونو له مخې، د وسله والو طالبانو له بريدونو وروسته پوځيانو د هوايي ځواکونو په ملاتړ پر وسله والو طالبانو له ځمکې او هوا بريدونه وکړل.
وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته