کابل /دلړم ٢١مه / باختر:
١٥ ملکي وګړي نن سهار په بغلان کې په يوه ترافيکي پېښه کې ووژل شول .
دبغلان دخوست اوفرنګ ولسوال لطف الله عاطفي باختراژانس ته وويل چې ددغې پېښې ټول قربانيان ملکي وګړي دي . چې ددوى دسپرلۍ موټر دبغلان ولايت د خوست اوفرنګ ولسوالۍ د شخ سفيد دساحې په پلفي غاښې کې له واټ څخه ووت او په دره کې وغورځېد .
ويل کېږي چې دغه کسان دواده مراسمو ته روان و .چې په قربانيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي .
دخوست اوفرنګ ولسوال زياته کړه چې دتلفاتو دقيق شمېر تراوسه پورې معلوم نه دى ، او له درې څخه دمړو راايستل زيات وخت ته اړتيا لري او ښايي دتلفاتو شمېر له دې څخه زيات وي .
ختم_ ج _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل