امنیت

له طالبانو څخه د دوو زرغروالو ټانکونو ترلاسه کول .

 کابل باخترد لړم د مياشتې  ١٦ :    
دوه  زغروال ټانکونه  له طالبانو څخه  بيرته دامنيتي ځواکونو لاسته ورغلل.
د روزګان ولايت  امنيه قوماندان مل پاسوال ولي جان  سرحدي  دباخترآژانس خبريال ته وويل :  د امنيتي ځواکونو دوه زغروال ټانکونه  چې پخوا دطالبانو له خوا په ترينکوټ ښار کې  دعامه نظم دپوليسو ديوه کنډک دنيول کيدو له امله  دوسله والو  طالبانو لاسته ورغلي وو ، دپوځي عملياتو په بهيرکې  بيرته د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلل.
سرحدي زياته کړه ؛  موږ هلې ځلې کوو چې  په ددغه  شان عملياتو  په ترسره کولو سره هغه نور پوځي  تجهيزات او  وسايل چې طالبانو له ځان سره وړي دي  بيرته ترلاسه کړو.
ده دغه راز  زياته کړه  چې د ولايت په کچه  زموږ عمليات په بشپړه توګه   دوسله والو طالبانو له شتون څخه ددغه ولايت ترپاکولو پورې دوام لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته