سیاست

دلوي څارنوالۍ دفترونه په معلوماتي تکنالوژۍ سمباليږي

دلوى څارنوالۍ مرستيال  نن په يو خبري کنفرانس کې  په پرمختللي معلوماتي تکنالوژۍ ددغې اداري ددفترونو دسمبالولو په باب  خبريالانو ته معلومات ورکړل.

دباختراطلاعاتي اژانس دخبريال دخبرله مخې  دلوى څارنوالۍ اداري او تجارتي مرستيال عبدالوکېل اميني چې په يو خبري غونډه کې يي خبري کولي وويل ټاکل شوې ده ددغې اداري څانګې   په يو کال کې په ډيرو عصري معلوماتي وسايلو سمبال شي.

ده وويل  دغه پروژه دنړيوال بانک له  خوا ددوه سوه ديرشو  زرو ډالرو په لګښت  تمويليږي  او دلويى څارنوالۍ  په مرکزي اوولايتي  دفترونو کې عملي کېږي .

امنيي په دې  خبري غونډه کې وويل چې له يو کال وروسته په مرکز او ولايتونو کې دلوى څارنوالۍ  دفترونه په عصري معلوماتي تکنالوژۍ سمباليږي  او ددغو اسانتياو په برابريدو سره دجرمونو کچه کميږي  ، دمحکمومينو ددوسو پړاونه په لنډ وخت کې بشپړيږي  او ولايتي څانګې  هم په ښه توګه څارل کېږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته