امنیت

په قلعه کاه ولسوالۍ کې د يوې خونړۍ پيښې مخه ونيول شوه

کابل باختر دوږي دمياشتې  ٢٢ :
وسله والو طالبانو د فراه ولايت د قلعه کاه ولسوالۍ په عمومي واټ کې د ماين په ښخولو سره غوښتل د خلکو د عادي ژوندانه بهير ګډوډ کړي .
د فراه ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال فضل محمدصمديار د باختر آژانس خبريال ته وويل: يوې ډلې وسله والوطالبانو تېره شپه د قلعه کاه ولسوالۍ په عمومي واټ کې د ماينونو په ښخولو سره غوښتل چې د سيمې اوسيدونکو ته د عادي ژوندانه بهيرګډوډ کړي.
د صمديار د څرګندونوله مخې: د سرحدي پوليسو مامورين دموضوع په باب دخبر په ترلاسه کولو سره ساحې ته لاړل او د پاکولو د عملياتو په اجرا کولو سره يې ماينونه له ساحې څخه پاک او شنډکړل.
ويل کيږي؛ د پوليسو مامورينو په دغه عمل سره په قلعه کاه ولسوالۍ کې د زړه بوږنوونکې خونړۍ پيښې مخه ونيوله .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته