امنیت

نهه طالبان په خوست کې ووژل شول

کابل / د چنګاښ٢٠ مه / باختر
نهه وسله وال طالبان پرون په خوست کې له امنيتي او دفاعي ځواکونو سره په جګړه کې ووژل شول.
د ٢٠٣ تندر قول اردو د مطبوعاتي دفتر سرپرست ايمل مومند باختر آژانس ته ويل چې وسله والو طالبانو د خوست د موسى خېلو ولسوالۍ په سفري او وې خوله ساحوکې پر امنيتي پوستو بريدونه وکړل چې د پوځيانو له غبرګون سره مخ شول.
مومند زياته کړه چې په پېښو کې ٩ وسله وال طالبان ووژل شول او ٧ نور يې ټپيان شول.
ختم – ج – اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته