کابل باختر دوري دوه ويشتمه :
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست پوهاند محمدرسول باوري نن د خپل کار په دفترکې هغه تنکى ځوان چې په لږه موده کې يې د ډول ډول کتابونو درې ټولګې چاپ شوې دي؛ وهڅاوه .
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د وياند دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ:
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست له شهرام سره د کتنې پرمهال د هغه هڅې
او وړتيا وستايله چې په تنکي عمرکې يې ډيرکار ترسره کړى او د شعر د ليکلو ترڅنګ يې خپلې درې ټولګي دچاپ په ګاڼه سمبال کړي دي.
د پوهاند باوري په خبره: که د ځوانانو او کوچنيانو روزنه په سيمه توګه وشي؛ نو دوى به په هر ډګرکې په ښه توګه وځليږي.
د شهرام کورنۍ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او په ځانګړي ډول د دې وزارت له سرپرست څخه مننه وکړه چې هر مهال يې د ځوانانو د استعداد غوړيدا ته پاملرنه کړې ده.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست له دغه تنکي ځوان سره د نغدي مرستې ترڅنګ اړوندو مسوولينو ته لارښوونه وکړه، ترڅو نوموړى دې رسنيو او همدا رنګه اړوندو ادارو ته ور وپيژني چې د استعداد په غوړيدا کې ورسره مرسته وشي.
په پاى کې چاپ شوې ټولګې د شهرام له لورې پوهاند باوري ته ډالۍ شوې.
1 1 دقیقه لوستل