کابلباختردميزان٢٧
دمشرانو جرګې لومړي نايب محمدعلم ايزديارنن دملي دفاع وزارت دپيژنتون له مرستيال جنرال عبدالغني او ددغه وزارت دشهيدانواومعلولينو دچاروله مسوول ډګروال باقي سره وکتل .
دمشرا نوجرګې مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ :
په دې کتنه کې دوي دملي اردو دځواکونو داستخدام دبهير په بيانولوسره دوزيرانو شوراد پريکړې له مخې د دغه وزارت دشهيدانو په وارثانو اومعلولينو داستوګنې دځمکې دنمرو اونغدو پيسو دويشلو د بهير په باب معلومات ورکړل او په دې برخه کې دسيمه ييزو ادارو له خوا دآسانتياو درامنځته کولوغوښتنه وکړه .
دسنامجلس لومړي نايب ددغومسوولينودخبرو له اوريدو وروسته وويل : چې دهيوادامنيتي ځواکونو په خپل ټول توان اوامکاناتوسره دهيواددخلکو دامنيت دتامينولو اودفاع په لاره کې قرباني زغملي دي او ايجابوي چې اړونده مسوولين دې دځمکي د نمرو په ويشلواودهغوى دحقوقو دتثبيت او ورکولو په برخه کې په خپل وخت لازمه پاملرنه وکړي .
0 1 دقیقه لوستل