کابل باختر دزمري نهمه :
دسمنګانو ولايت پوليسو يوه اندازه اپين کشف او دهغو دقاچاقو په اړوند يې يوتن ونيوه .
دسمنګانو ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال محمد باقر مسعود دباختراژانس خبريال ته وويل: ددغې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره دمبارزې دمديريت منسوبينو پنځه پنځوس کيلوګرامه اپين کشف اوضبط کړل .
ده وويل : دغه توکي په پلاستيکي کڅوړو کې ځاى پرځاى او په مهارت سره ديوکرولا موټر په ټانکې کې ايښودل شوې و او ليږدول کيدل چې دپوليسو له خوا کشف او ترلاسه شول .
امنيه قوماندان وايي دترلاسه شوي راپور له مخې: موټر دسمنګانو ولايت دايبکو دکمربند په پوسته کې ودرول شو او دپلټنې په بهير کې دغه توکي ترلاسه شول .
ديوه اړونده خبرځاى دڅرګندونوله مخې :ددغو توکو دقاچاقو په تور يوتن چې دبغلان ولايت دنهرين ولسوالۍ اوسيدونکى دى نيول شوى دى .
0 1 دقیقه لوستل