ښوونه او روزنه

په لغمان کې د څه باندې لسو میلیونو افغانیو په ارزښت د دوو ټولګټو پروژو چارې پیل شوې ،

کابل باختر  دچنګاښ ٢٦
د امریکا د متحده ایالاتو د پرمختیايي ادارې ( USAID ) په چوکاټ کې د افغانانو د هیلو د تر سره کولو لپاره ځواکمن مرکزیت ( شهر ) پروګرام په مالي او تخنیکي مرسته د سلطان غازي بابا ښار ګوټي د R4 تفصیلي پلان اړوند په درېیمه ناحیه کې د عامه پارک او دغه راز د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ښار دننه د ۸۴۵ مترو په اوږدوالي د ویالو او پلګوټو د جوړولو د دوه بېلا بېلو پروژو چارې نن د لغمان د والي عبدالجبار نعیمي، د ولایتي شورا د مرستیال حاجي عبدالعزیز، د ولایتي شورا د استازي حاجي عتیق الله عبدالرحیمزي، مهترلام ښاروال انجنیر نظیف الله الکوزي، د ولایتي ادارې د یو شمېر رئیسانو، د انکشافي شوراګانو د مسولینو، په لغمان کې د شهرپروګرام د ولایتي استازو، قومي او مخورو مشرانو، ځوانانو او د مدني ټولنو د استازو په لاسونو په رسمي ډول پیل شوې.
د عامه تفریحي پارک پروژه چې د سلطان غازي بابا ښار ګوټي د R4 تفصیلي پلان اړوند په درېیمه ناحیه کې د ( ۲۳۰۴۰ ) مربع متر ځمکې په ساحه تطبیق کېږي، د دپليولارو جوړول، د بوټو او ګلانو ايښودل، د احاطې، درې فلزي دروازو او فلزي کټارې جوړول، د پارک اوارول، د اوبو رسونې د سیستم فعالول، د اوبو د څاګانو کېندل، د شنو ساحو جوړول او دغه راز د نارینه و او ښځینه وو لپاره د تشنابونو د اسانتياو برابرول په کې شامل دي، چې ټولټال شپږ میلیونه، نهه سوه اته اویا زره، درې سوه درې اویا افغانۍ لګښت پرې راځي، چې د شهر برنامې له لوري تمویلیږي او په ټولیزه توګه ۴۵۰۰ کسانو ته به په کې د کار کولو زمینه برابره شي، چې په څلورو میاشتو کې به یې د جوړېدو چارې بشپړې شي.
دوهمه پروژه د ښار دننه په دوو ساحو کې د ۸۴۵،۵ مترو په اوږدو والي د ویالو پخول او د یو شمېر پلکوټو د جوړولو پروژه ، چې په ټوله کې ور باندې درې میلیونه، یو سل نهه نوي زره، څلور سوه درې اتیا افغانۍ لګښت راخي کوم چې د مهترلام ښاروالۍ په بودیجه جوړېږي، چې په جوړوېدو سره به یې په سیمه کې په زرګونه کورنۍ له ګټې برخمنې شي.
په همدې موخه په جوړو شویو مراسمو کې لغمان والي عبدالجبار نعیمي د پروژو د پرانېستې په موخه ولسونو ته د مبارکۍ ویلو او له شهر موسسې له همکارۍ او نه ستړي کېدونکو هلو ځلو څخه د مننې تر څنګ په خپلو خبرو کې زیاته کړه، چې د ولایت د انکشاف لپاره یې هڅې او تلاشونه روان دي چې په دې برخه کې د ولایتي ادارې د پلانونو د لا ښه تطبیق او عملي کېدو په خاطر د همکارو موسسو او په ځانګړې توګه د شهر او دغه راز د یو ان هبیتات مرسته او همکاري ډېره اړینه وګڼله.
نعیمي په خپلو خبرو کې ولسونو ته ډاډ ورکړ چې په نېږدې راتلونکي کې به د ولسي تړون د پروګرام له لارې هم د ښار د انکشاف او لا ښکلي کېدو او دغه راز د ولسونو د هوساینې په خاطر ډول ډول پروګرامونه تطبیق او عملي شي، چې په دې سره به له یوې خوا یادو اهدافو ته د رسېدو په موخه کوټلي ګامونه پورته شوي وي او له بلې خوا به یو شمېر خلکو ته د کار کولو زمینه برابره شوي وي. نوموړي زیاته کړه چې خلک باید ښار لکه خپل کور وګڼي او په ساتنه کې یې هم فعاله ونډه واخلي.
په غونډه کې د ښاروالۍ د مشورتي شورا مرستیال حاجي حفیظ الله او د یادې ناحیې یو تن مشر حاجي اکرم خان د ښار د انکشاف او د پرمختیايي پروژو د پلانونو د تطبیق په برخه کې د لغمان والي هڅې او تلاشونه د قدر وړ وګڼل او ژمن شول چې د دغو پروژو له چارو د نظارت تر څنګ به ولسونه دې ته هڅوي څو په کلکه د پروژو ساتنه او حفاظت وکړي.همدارنګه مهترلام ښاروال انجنیر نظیف الله الکوزي او د شهر ولایتي مسول فریدون الکوزي بیا د یادو پروژو په تخنیکي معلوماتو د رڼا اچولو تر څنګ ژمنه وکړه چې د ټولو پروژو کیفیت او نظارت ته به خاصه توجو کوي او په نېږدې راتلونکي کې به ځینې نورې انکشافي پروژې هم پیلوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته