امنیت

څلورتنه وسله وال طالبان په لغمان کې ووژل شول

کابل – باختر د ثور دمياشتې ٩
څلورتنه وسله وال طالبانو پرون په لغمان کې له سيمه ييزو پوليسو سره په نښته کې ووژل شول .
د لغمان د والي ويندوى عمر ځواک د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه جګړه تېره شپه د لغمان ولايت د الينګار ولسوالۍ په مربوطاتوکې هغه وخت ونښته چې يوې ډلې وسله والو طالبانو د بسرام په ساحه کې د سيمه ييزو پوليسوپه پوستو بريدونه وکړل چې له امله يې څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
ځواک وويل: طالبان د سر د زيانونو له زغملو وروسته له سيمې څخه وتښتيدل او د دې نښتې په بهيرکې د درې تنه سيمه ييز پوليسان شهيدان او يو تن بل ټپي شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته