ښوونه او روزنه

د ښرنې په ښارکې د نجونو هيڅ لېسه شتون لري

ښرنه باخترد زمري د میاشتې ۸ مه
دپکتيکا ولايت مېرمنې وايي چې په مرکز ښرنه کې دنجونو دښوونځي دنه شتون له امله يې اولادونه بې زده کړو لوی شول خو دولت په تېرو ۱۵ کلونو کې ونه توانېده چې په مرکز ښرنه کې دنجونو لېسه جوړه کړي.
پنځه څلوېښت کلنې میرمن بخت بي بي باختر اژانس ته وويل چې، په دغه ولايت کې دنجونو زدکړو ته لازمه پاملرنه نه ده شوې.
هغې زياته کړه(( په پکتيکا کې دپوهنې د رياست شمېرې ښايي چې په دغه ولایت کې  دوه دېرش زره نجونې په زده کړو بوختې دي، خو له دومره زياتې شمېرې سره،سره په مرکزښرنه کې دنجونو لېسه شتون نه لري نو په نور ولسواليو کې به يې څه حال وي))
هغه زياتوي، چې دمېرمنو په برخه کې د زده کړو ترڅنګ دروغتيا، ټولنيز ژوند او ګڼو نورو اسانتياوو ته لاس رسی نه لري او په يو شمېر سيمو کې له کورني تاوتريخوالي سره هم مخامخ دي.
يوه بله مېرمن ګل مکۍ هم ورته ستونزې په ګوته کوي او زياتوي چې دنورو ولايتونو په پرتله په دغه ولايت کې مېرمنې د ژوند له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
هغې زياته کړه په ټوله مرکزښرنه کې داسې نجونې ډېرې کمې دي چې لوستي وي او د لېسو د نه شتون له امله په دغه ولايت کې يوازې يوه ښځينه ډاکتره فعاليت کوي.
د پکتيکا د ښځو چارو رييسه بي بي هوا خوشيوال هم مني چې په مرکز ښرنه کې دنجونو لېسه شتون نه لري او نه هم دولت دغې برخې ته جدي پاملرنه کړي.
بي بي هوا خوشيوال وايي، چې دپوهنې درياست مسؤلينو ور سره ژمنه کړې ده چې راتلونکې ۱۳۹۷ کال کې به په مرکز ښرنه کې دنجونو يوه نمونوي لېسه جوړه کړي.
بل خوا بيا دپکتيکا ولايت دپوهنې سرپرست رېيس وايي چې په پکتيکا کې دا مهال ۳۲زره نجونې په زده کړو بوختې دي.
هغه زياته کړه، چې دمرکز ښرنې دنجونو دلېسې لپاره ودانۍ منظوره شوې او په راتلونکي دوه مياشتو کې به عملآ دلېسې په جوړولو کار پيل کړي چې زرګونه نجونې به په کې زده کړې وکړي.
ديادونې وړده، چې اوس مهال په پکتيکا کې ۳۴۷ ښوونځي شتون لري چې له جملې يې ۲۹ دنجونو ابتدائيه او متوسطه ښوونځي دي او څلور لېسې په ولسواليو کې لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته