امنیت

دتوپ دګولۍ دچاودنې له امله يو وسله وال مخالف ووژل شو.

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٣٠
په کونړ ولايت کې دډي سي توپ د يوې ګولۍ دچاودنې له امله د دولت يو وسله وال مخالف ووژل شو.
د ٢٠١ سيلاب قول اردو مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: دکونړ ولايت داسمار ولسوالۍ دخوشحال چشن سر په سيمه کې د دولت شپږو تنو وسله والو مخالفينو د ډي سي توپ يوه ګولۍ له ځان سره ليږدوله ګولې دلارې په اوږدو کې وچاوديده چې له امله يې دګل شير په ناحيه کې يو وسله وال مخالف ووژل شو او پنځه تنه نور ټپيان شول.
دغه کسان د وسله والو طالبانوپه  ډلې پورې اړوندد قوماندان عدالت پورې اړه لرله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته