کابل باختر د وري نهه ويشتمه :
دوريښمو چينجي اووه سوه پنځوس جعبه دهرات ولايت دکرنې او اوبو لګولو درياست له خوا ددغه ولايت د زنده جان په ولسوالۍ کې په وريښم کارو ميرمنو وويشل شوې .
دهرات ولايت دکرنې او اوبو لګولو رييس عبدالصبور رحماني باختراژانس ته وويل : دغه جعبه هرکال په کليوالي ميرمنو ويشل شوي دي . او دوريښم کارو ميرمنو دکوپراتيف جوړول په دغې ولسوالۍ کې ددوى برياليتوبونه دي چې اووه سوه پنځوس تنه غړي لري . چې د پيلې دودې ، روزنې او پروسس په برخو کې زده کړې کړي دي او په کار بوختې دي .
په همدې حال کې ددغه کوپراتيف غړو ددغه رياست له همکاريو څخه دستاينې په ترڅ کې دکرنې او مالدارۍ په برخو کې دښځو اوسني فعاليتونه ددغې ادارې دمسوولينو دهلوځلو نتيجه وبلل .
4 1 دقیقه لوستل