امنیت

وسله والو طالبانو يو ښوونځى دهغه دزده کوونکو پرمخ تړلى دى

 کابل باخترد لړم د مياشتې  ١٧ :
وسله والوطالبانو دلوګرولايت دمرکز پل علم په مربوطاتوکې يو ښوونځى له يوې اوونۍ را په دې خوا د زده کوونکو پرمخ تړلى دى چې له امله يې په سلګونو تنه زده کوونکي له زده کړې څخه بې برخې شوي دي.
د لوګر ولايت د پوهنې رياست وياندشاهپور عرب د باختر آژانس خبريال ته وويل: وسله والو طالبانو دښوونځيومسوولين او د زده کوونکي جومات ته غوښتي او هغوى ته يې ويلي دي چې دغه ښوونځى دې تر هغه وخته پورې تړلى وي چې د سيمه ييزو پوليسو پوسته ونيسو.
عرب د دغه  خبر په تائيدولوسره وايي چې په دې ښوونځي کې سلګونو تنو زده کوونکوته داتلسو تنو ښوونکوله خوا لوست ورکول کيږي چې د دادوخيلو د سيمې اوسيدونکي دي.
د لوګر ولايت د دادو خيلو د سيمې اوسيدونکي وايي چې په دې ساحه کې زياتې نښتې کيږي او خلک هم د نښتوله ويرې خپل ماشومان ښوونځي ته نه ليږي.
اوس وسله والو طالبانو په غوڅه توګه خلکو ته خبردارى ورکړى دى چې څوک ښوونځي ته لاړ نه شي؛ ځکه ښوونځى تړل شوى دى.
ويل کيږي چې د سيمې خلکو هم د دغه ښوونځي د بيا پرانستلو لپاره له طالبانو سره خبرې کړې دي، خو تر اوسه پورې کومه نتيجه نه ده ترلاسه شوې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته