امنیت

د طالبانو له منګولو څخه د ٤ تنو ملکي وګړو وژغورل.

کابل – باختر د کب دمياشتې ١١
٤ تنه ملکي وګړي دهرات ولايت په ادرسکن ولسوالۍ کې دامنيتي ځواکونو په ګډو عملياتو کې د طالبانو له منګولو څخه وژغورل شول .
دغه ٤ تنه د ادرسکن ولسوالۍ اوسيدونکي دي چې څه موده مخکې دياغيانو له خوا تښتول شوي و او د ادرسکن ولسوالۍ په ظلم آباد کلي کې ساتل کيدل.
دهرات ولايت امنيه قوماندان پاسوال عبدالجميد روزي چې دعملياتو د بهير دڅيړنې په موخه د ادرسکن ولسوالۍ ته سفر کړى دى ، ټينګار وکړ چې دغه عمليات دملي اردو ، ملي پوليسو،دعامه نظم دپوليسو او دملي امنيت دځواکونو په ګډو هڅو سره پيل شوي دي .
دعزم عمليات دلومړۍ لوا د توپچي آمر ډګرمن عبدالخالق تر نظر لاندې دهرات ولايت د ادرسکن ولسوالۍ په خم موسى خيلو، سلطان زو،پل پشه ،خرابه ،صدمنه او ظلم آباد په کليو کې پيل شوي دي چې دملکي وګړو په خلاصون سربيره دغه کلي هم د ډار اچوونکو له شتون څخه پاک شوي دي.
دعملياتو په بهير کې يوه اندازه مهمات هم کشف شوي دي.
دسيمه ييزې ادارې مسولين ټينګار کوي چې دغه عمليات دياغيانو له شتون څخه د ټولو سيمو تر پاکولو پورې په ادرسکن ولسو الۍ کې دوام مومي.
ديو خبرله مخې : په ادرسکن ولسوالۍ کې دعزم – ٣٢ په نامه په دغې ولسوالۍ کې دچاڼيزو عملياتو له پيل کيدو سره جوخت يو شمير وسله والو طالبانو ته په شينډنډ ولسوالۍ کې په خپل منځي نښتو کې مرګ ژوبله واوښته.
دغه جګړې دملا صمد او ملا ننګيالي د افرادو ترمنځ شوي دى. 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته