کابل باختر د چنګاښ شلمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين حکمت خليل کرزي نن په کابل کې دپاکستان داسلامي جمهوريت له نوي سفير نصرالله خان زاهد سره دپيژندګلوي کتنه وکړه .
دبهرنيو چارو وزارت دوياند دفتر باختراژانس ته خبرورکړ ، ددغې کتنې په بهير کې دبهرنيو چارو و زارت سياسي معين په کابل کې دپاکستان دپخواني سفير سيد ابرار حسين دکار اوفعاليت له امله قدرداني وکړه او ددواړو هېوادونو ترمنځ د تاريخي ، فرهنګي او اقتصادي مناسباتو اومشترکاتو په يادونې سره يې ټينګاروکړ چې ددواړو هېوادونوترمنځ په بيلابيلو اقتصادي تجارتي او ترانزيتي ساحو کې همکاري لازياته پياوړتيا او پراختيا ومومي .
دپاکستان داسلامي جمهوريت نوي سفير ژمنه وکړه چې ددواړو هېوادونو ترمنځ داوسنيو اړيکو دلازياتې پياوړتيا اوپراختيا په لاره کې به زياتې هلې ځلې وکړي .
0 1 دقیقه لوستل