کا بل باختر د مرغومي څوارلسمه :
دافغانستان دکرکټ ملي ټيم نن دزمبابوي دکرکټ له ملي ټيم سره څلورم پنځوس اوريزه لوبه ترسره کوي.
دکرکټ بورد دخپرونو مسوول عزيز غروال دباختراژانس خبريال ته وويل: دغه لوبه دمتحده اماراتو په شارجه ښار کې دافغانستان په وخت دمازيګر په دريو بجو کې ترسره کيږي .
ديوه اړونده خبرځاى دڅرګندونوله مخې :تراوسه پورې افغانستان په دوو پنځوس اوريزو لوبو کې بريالى و او په دريمه لوبه کې دزمبابوي دکرکټ دټيم له خوا ماتې وخوړه .
ديادونې وړ ده چې دافغانستان دکرکټ ملي ټيم په ټوليزه توګه په پنځو پنځوس اوريزه لوبو او دوه شل اوريزه لوبو يي د زمبابوي له ملي ټيم سره ترسره کوي .
1 د یوې دقیقې څخه لږ