سیاستخبرونه

د اروپا اتحادیې شارژدافیر: پرمختللی او سوله ییز افغانستان د ټولو په ګټه دی

 کابل / د سلواغې ۲۹مه / باختر

د اروپا اتحادیې شارژدافیر “فیردنند جینریچ” د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت له معین محمد ارسلاح خروټي سره په کتنه کې وويل چې پرمختللی او سوله ییز افغانستان د ټولو په ګټه دی.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې چې پرون وشوه، دواړو لوریو د داخلي بې ځایه شویو او له بهر څخه د راتلونکو کډوالو د ځای پرځای کولو بهیر په اړه خبرې وکړې.

د کتنې په پیل کې د اروپا اتحادیې شارژدافیر، د افغانستان پر امنیت ټینګار وکړ او ویې ویل: پرمختللی او سوله ییز افغانستان زموږ د ټولو په ګټه دی او غواړو له افغانانو سره مرسته وکړو.

وروسته محمد ارسلاح خروټي ډاډ ورکړ او څرګنده یې کړه چې په تېرو شلو کلونو کې پر افغانانو مافیا حاکمه وه او د افغانستان د خلکو پر مرستو مزې چړچې کېدې، خو اوس د دې وخت رارسېدلی دی چې هېواد ته د افغانانو د راستنېدو زمینه برابره شي.

هغه په دې برخه کې د ستونزو اصلي لامل اقتصادي بندیزونه وبلل او د افغانانو ستونزو ته د رسېدګۍ په خاطر یې د نړۍ له هېوادونو د ډېرو هڅو غوښتنه وکړه.

وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته