-کابل / دچنګاښ٢٣مه/ باختر:
په ننګرهارکې د اوبو رسولو د يوې شبکې په جوړولو سره د سلګونو کورنيو د څښاک اوبه تامين شو .
دغه شبکه د لمريزې برېښنا په واسطه فعاليت کوي، او کولاى شي په دربابا ولسوالۍ کې څلور سوه کورنيو ته د خښاک اوبه تامين کړي .
د ننګرهار د رسنيو دفتر د يوې خپرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي. دغه شبکه د يونيسف د ادارې له خوا د پنځه ميليونو شپږ سوه زرو افغايو په لګښت جوړه شوې ده .
د دربابا ولسوالۍ خلک ددغې شبکې له جوړولو او دوى ته د روغتيايي اوبو د برابرولو له امله خوشحال دي .
ختم _ ج _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ