امنیت

په اټغر ولسوالۍ کې د پاکستانیانو په ګډون د ۲۸ تنو طالبانو وژل کېدل

قلات باختر د زمري ۱ نېټه
د زابل ولایت په اټغر ولسوالۍ کې له تېرې شپې راهیسې د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ  نښته پیل شوې ده.
ځايي چارواکي وايي چې په دې نښته کې د پاکستانیانو په ګډون ۲۸ تنه طالبان وژل شوي او ۲۳ تنه نور ټپيان شوي دي.
د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال د باختر اژانس سیمه یېز خبریال ته وویل چې،وسله والو طالبانو پلان درلود څو د اټغر ولسوالۍ ته سقوط ورکړي خو د امنيتي ځواکونو له غاښ ماتونکی ځواب سره مخامخ شول او بېرته په شا وتمبول شول.
سیال زیاته کړه: د هوايي ځواکونو په  ملاتړ تازه دمي سرتېري سیمې ته رسېدلي دي  او ډېر ژر به چاڼیزعملیات پیل کړي.
ویل کېږي په دې نښته کې څلورسرتېري هم شهیدان شوي او اوو تنه نور ټپیان شوي دي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته