امنیت

په کابل کې دملي يو والى په ملاتړ مظاهرې وشوې

کابل باختر دليندي شپاړلسمه :
يوشمېر کابل ښاريانو نن په مظاهرو لاس پورې کړ او په هيوادکې دملي يو والى پرضد حرکتونه يې وغندل او ددغه شان حرکاتو دعاملينو پرخلاف يې خبر دارى ورکړ .
دباخترآژانس دخبريال دخبر له مخې: دغه مظاهرې چې د يو شمېر ټولنيزو مرکزونو له وروستيو خبرو سره خپل ملاتړ څرګند کړ او له رسنيو څخه يې وغوښتل چې خپلې خپرونې دې دملي يو والى په روحيې سره عياري کړي .
دوى دهغو رسنيو د فعاليتونو دپاى ته رسونوغوښتنه وکړه چې هلې ځلې کوي هيواد د قومي توپيرونو په ژورتيا کې ډوب کړي او ملت ته ستونزه پيداکړي .
په پاى کې مظاهره کوونکو ديو پريکړه ليک په صادرولو سره چې په هغه کې ويل شوي دي چې افغانستان يو واحد، ګډ او نه تجزيه کيدونکى او د دې هيواد په ټولو قومونو پورې اړوند هيواد دى او د دې هيواد اتباع او اوسيدونکي په ټولو قومي ، مذهبي او ټولنيزو هويتونو پورې اړه لري او برابر حقوق لري او هر راز قومي لوړتيا غوښتنه او توپير منع دى او هغه کسان چې قومي او ژبنيو لوړتيا غوښتنې تبليغ  او ترويجوي او هغه کسان چې په ټولنه کې تفرقې او بې اتفاقۍ ته لمن وهي؛ عمل يې ملي خيات بلل کيږي.
دوى ويلي دې چې موږ نفاق اچوونکي کړنې او افکار غندو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته