سیاست

جمهور ريیس غني له افغان ښځو سره د سولې پروسې په اړه مشورتي غونډه وکړه

کابلدکب٥مهباختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني د سولې پروسې په اړه د مشورتي غونډو په لړ کې له یو شمېر افغان ښځو سره نن له غرمې مخکې، په چهارچنار ماڼۍ کې وکتل.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دغه کتنه کې چې د هېواد لومړۍ مېرمن هم حضور درلود، لومړی د اطلاعاتو فرهنګ وزارت سرپرستې حسینې ساپۍ په کابل او ولایتونو کې د سولې په هکله د افغان ښځو د هڅو د انسجام په اړه معلومات ورکړل.
حسینې ساپۍ وویل: ۲۵۰ ښځو په څلورو کمېټو کې په کابل او ولایتونو کې د سولې په تړاو د ښځو نظرونه او وړاندیزونه راټول کړي او دوی ټینګار کوي چې د سولې په مذاکراتو کې باید د ښځو په حقونو معامله ونشي.
ورپسې مرضیه حافظي، قدسیه نیازۍ، نویده بیات او زهره امیري د بېلابېلوکمېټو په استازیتوب خپل نظرونه او وړاندیزونه له جمهور ريیس سره شریک کړل.
دوی له جمهور ريیس څخه مننه وکړه چې په تېرو پنځو کلونو کې یې په حکومت کې د ښځو د ګډون زیاته زمینه برابره کړې.
هغوی ټینګار وکړ، چې د سولې په خبرو کې دې ښځو ته فعال او عملي رول ورکړل شي.
د سولې مذاکراتو کې دې پر جمهوریت، د وګړو حقونو او د مېرمنو پر حقونو او لاسته راوړنو هیڅ ډول معامله ونشي او د سولې مذاکرات باید د افغانستان حکومت په رهبرۍ او مالکیت ترسره شي.
په دې غونډه کې د جمهوري ریاست عالي مقام لومړي منتخب معاون امرالله صالح د سولې پروسه کې د مېرمنو په ګډون ټینګار وکړ ويې ویل: موږ د سولې لپاره جامع برنامه لرو او د مونیخ امنیتي کنفرانس په څنډه کې له بین المللي مقاماتو سره په کتنو کې مو هغوی ته په ټینګار ویلي چې د سولې پروسه کې به د افغان ښځو په حقونو معامله نه کېږي. زموږ د مشورو هدف دا دی چې په یوه غږ مخته لاړ شو.
په همدې حال کې جمهور ريیس غني له ښځو سره په دې مشورتي غونډه کې وویل: نن افغان ښځې خپل غږ لري او د هېواد له بېلابېلو قشرونو سره تر مشورو وروسته موږ په قوي دریځ د سولې خبرې پرمخ وړو. 
د هیواد جمهور ريیس زیاته کړه، موږ له طالبانو سره د سولې مذاکراتو لپاره واضح چوکاټ لرو او د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي کموالي سره زموږ هوکړه عمومي اوربند ته د رسېدو لپاره ده.
جمهور ريیس وویل: د مذاکره کوونکي ټیم صلاحیتونه محدود دي او وروستۍ فیصله به حکومت او خلک کوي. مذاکراتي ټیم یوازې په مسودې لاسلیک کولی شي او د هیڅ هوکړې د لاسلیک صلاحیت نه دی ورکړل شوی.
جمهور ريیس د خپلو خبرو په پای کې پر دې په ټینګار سره چې د سولې په مذاکراتو کې به د ښځو په حقونو معامله نه کېږي وویل: د سولې خبرو پرمخ وړل په کاري لومړیتوبونو کې ځای لري او د نوي حکومت تمرکز به خلکو ته د اغيزمنو خدمتونو وړاندې کول وي.
پاىجهان يار

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته