ټولنه

افغانستان دطبيعي پيښو دزيانمننې له پلوه دنړۍ څلورم هېواد دى

کابل باختر د وري  دمياشتې  ١٤ :
افغانستان دپيښو دڅيړنې دمديريت له پلوه   دنړۍ  دزيانمنونکو هېوادونو     په کتار کې ځاى لري ،.
دباخترآژانس دخبر له مخې : دطبيعي  پيښو دڅيړنوپه چارو کې ددولت وزير  ويس احمد برمک نن  په کابل کې  په يوه خبري غونډه کې وويل  چې افغانستان د دغه رپوټ له مخې  دطبيعي پيښو  دڅيړنې دمديريت له پلوه  دزيانمنونکو هېوادونو په کتار کې ځاى لري چې دزيانمننې له پلوه دنړۍ  څلورم هېواد دى  او په افغانستان کې دطبيعي پيښو دزيانمنو شويو کسانو  دڅيړنې په خاطر   مسلکي سيستم ته اړتيا لري.
دطبيعي پيښو دڅيړنو په چارو کې  ددولت دوزير دڅرګندونوله مخې ؛ اوس  دافغانستان  ستر ښارونه  له طبيعي پيښو څخه اغيزمن دي اوافغانستان   دپيښو دڅيړنې  دمديريت په چارو کې  دنورو هېوادونو له تجربو څخه استفاده کوي  چې تريوې اندازې پورې دپيښو مخه ونيول شي .
دسره صليب دنړيوالې کميټې دکلني رپوټ له مخې  ،په دې وروستيو وختو کې خپور شوى دى چې په  ٢٠١٥ کال کې ښيي  په ټوله نړۍ کې  دزلزلې ،توپان ، سيلاو  او دهوا دتودوخې  په ګډون د طبيعي پيښو له امله  دوه ديرش زره  پنځه سوه پنځوس تنه  وژل شوي دي  او زيات زيانونه دسوريې ، عراق ، يمن ،افغانستان  او دافريقا دتودو سيمو خلکو زغملي دي.
ددغې کميټې درپوټ له مخې  په ټوله نړۍ کې دطبيعي پيښو له امله  يوسلو اته مليونه تنه  اغيزمن دي  چې اوويا اعشاريه  درې مليونه ډالره زيان يې رامنځته  کړى دى.
ددغې کميټې له رپوټ  څخه دترلاسه شويو نتيجو له مخې دنړۍ پرمختللو هېوادونو  درې اعشاريه درې تريليونه ډالره  دطبيعي پيښو دڅيړنې په خاطر مرسته کړې ده . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته