ټولنه

دسويډن کمېټې په تخار کې ديوه ښوونځي ودانۍ جوړه کړه .

کابل / دليندې ٣مه / باختر :
دتخار دورسج ولسوالۍ دحضرت عمر فاروق  دښوونځي ودانۍ پرون پرانستل شوه.
دتخار والي وياند محمد جواد هجري وويل چې دغه ودانۍ دسويډن دکمېټې په مرسته دڅه ناڅه لسو ميليونو افغانيو په لګښت په شپږو مياشتو کې جوړه شوه چې نهه درسي خونې ،  دانګړ ديوال ، اداري خونې او نور تجهيزات اوضروري ملحقات پکې شته .
هغه وويل پخوا ددغه ښوونځي  اووه سوه زده کوونکي له زياتو ستونزو سره په خيمو او پرانستې فضا کې زده کړه کوله .
په تېرو اوونيو کې هم يوبل ښوونځي په رستاق  ولسوالۍ  کې دسويډن کمېټې له لوري  جوړ شوي و ، پرانستل شو .   ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته