امنیت

تېر کال په لوګر ولایت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پنځه څلوېښت پېښې ثبتې شوې دي

کابل باختر دکب دمياشتې اته ویشتمه
د لوګر ولایت د ښځو چارو په ریاست کې په تېرکال کې د ښځو د حقوقو پر وړاندې پنځه څلوېښت پیښې ثبتې شوې دي
دغه څرګندونې د لوګر ولايت د ښځو چارو رېيسې شيما زرګرې د جنډر او د ځوانانو د کميټې په غونډه کې وکړې.
زرګرې وویل: په تېرکال کې پنځه څلوېښت قضیې له دوی سره ثبتې شوې چې شپاړلس یې وهل ټکول، درې د کوژدنې له منځه وړل ، پنځه د طلاق، یوه د اجباري واده، اووه د میراث نه ورکول، نهه د نفقې نه برابرول، یوه د وژلو، دوه له ټیټ عمر لرونکو سره واده کول او یوه يېښه د کور څخه د تیښتې په اړوند ثبتې شوې دي.
شيما زياته کړه چې ټولې ثبتې شوې پېښې امنیه قوماندانۍ، محکمې، عدلیه ریاست، څارنوالۍ او خپله د ښځو چارو ریاست له خوا څیړلې شوې او په اړه یې لازم اجراات شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته