امنیت

د خوست ترافيکو يو مسوول په چاودنه کې ووژل شو

کابل/ دلړم ٢٩مه/باختر
د خوست ترافيکو د پوليسو يو مسوول د بم په چاودنه کې ووژل شو.
په چاودنه کې د ترافيکو دوه نور پوليسان له يو ملکي وګړي سره ټپيان شول.
بم په مجاهد چوک کې چې د خوست ښار يوه ګڼ ساحه ده؛ هغه وخت وچول شو چې د ترافيکو پوليسو د سپرلۍ موټر له سميې څخه تېرېده.
د خوست پوليسو وياند عادل حيدر باختر آژانس ته وويل چې په چاودنه کې د خوست د ترافيکو ادارې د لايسنس مدير غني شاه ووژل شو او د ترافيکو دوه نور پوليسان له يوملکي وګړي سره ټپيان شول.
د خوست په مرکزي روغتون کې ډاکترانو د يو ټپي روغتيايي حالت خراب بللى دى. تراوسه د پېښې مسووليت هېچا نه دى منلى.
ختم- عطاالله – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته