کابل / د غبرګولي ٩ مه / باختر
د افغانستان او سنګاپور د فوټبال ټیمونو ترمنځ دوستانه سیالۍ یو د یو پر وړاندې مساوي پای ته ورسېده. دا لوبه تېر ماښام په متحده عربي کې وشوه.
آسیایي جام ته د لار موندنې له سياليو مخکې د افغانستان د ټیم دويمه تمریناتي سیالۍ وه.
په لومړۍ تمریناتي سیالۍ کې افغانستان اندونیزیا ته ماتې ورکړې وه.
پاى \ ع \
1 د یوې دقیقې څخه لږ