کابل/ د زمري ۵ مه / باختر
د جمهوري ریاست د دوهم مرستیال استاد سرور دانش په ریاست د کابینې د قوانینو کمېټې په ناسته کې د ملکي هوايي چلن د امنیت د مقررې طرحه تائید شوه.
د جمهوري ریاست د دوهم مرستیال د مطبوعاتي دفترمعلوماتو له مخې؛ د دغې مقررې یاده طرحه د ملکي هوايي چلن د امنیت اړوند چارو د تنطیم په موخه د نړیوال ملکي هوايي چلن سازمان(ICAO) د اسنادو په رڼا کې، د ملکي هوايي چلن د امنیت د ښه والي او پراختیا او نړیوال باور د لاس ته راوړلو په موخه په ۶ فصلونو او ۲۵مادو کې ترتیب شوې ده.
د قوانینو د کمېټې د نن ورځې ناسته کې د ملکي هوايي چلن پر امنیت، د ملکي هوايي چلن د امنیت کمېټې د رئیس په توګه د ملي امینت شورا دفتر د مرستیال په ټاکل کیدو، د ملکي هوايي چلن په کمېټه کې د بهرنیو چارو وزارت د یوه استازي غړیتوب او د دغې مقررې د ځینو مادو تصحیح باندې تر بحث وروسته یاده طرحه تائید کړه.
د جمهور رئیس مرستیال استاد دانش، د عدلیې وزارت ته لارښوونه وکړه چې د غونډې د ګډونوالو د وړاندیزونو له اضافه کولو وروسته دغه طرحه د تائید لپاره د کابینې ناستې ته اماده کړي.
د کابینې د قوانینو کمېټې د نن ورځې په ناسته کې د جزا کد په ۱۸۳ ماده کې د پنځمې فقرې د زیاتوالي طرحه هم تر بحث لاندې ونیول شوه چې له بحث وروسته تائید شوه. د دغې طرحې پر اساس، د هیواد محکمې مکلفې دي چې د اداري فساد اړوند جرایمو اړوندې پرېکړې خپرې کړي.
د کابینې د قوانینو کمېټې د نن ورځې په ناسته کې د اطفائیې د چارو د تنظیم مقررې د ځینو موادو د تعدیل او زیاتوالي طرحه هم تر بحث لاندې ونیوله.
د جمهور رئیس مرستیال په نننۍ ناسته کې په کابل ښار کې وروستیو اورلګیدنو ته اشاره وکړه او د غونډې له ګډونوالویې وغوښتل چې دغه مقرره په پوره دقت سره و څيړي.
د ناستې ګډونوالو د دولتي او تجارتي ودانیو د جوړولو پر مهال د اطفائیې د لارښوونو د عملی کېدو او د نظارت د څرنګوالي، د اطفائیې له لارښوونو د سرغړونې جریمې، له سړکونو د پمپ سټېشنونو د لرې والي او ښاریانو ته د اطفائیې د لارښوونو رعایت د عامه پوهاوي په اړه د خپلو نظریاتو له وړاندې کولو وروسته یاده طرحه تائید کړه.
په ناسته کې په همدې ډول د دولتي چارواکو د معاشاتو د تنظیم قانون د دوهم مادې د تعدیل او زیاتوالي طرحه هم تائید کړه.
د دغې طرحې پر اساس، د دولتي چارواکو د معاش اندازه د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د اول بست د پنځم قدم پر اساس ټاکل کیږي.