امنیت

دکورنيو چارو زارت سرپرست دافغانستان داسلامي غورځنګ له مشرسره وکتل

 کابلباخترد تلې  د مياشتې ٣ مه:
دکورنيو چارو وزارت سرپرست دهيواد له سياسي شخصيتونو اومخورو سره دکتنې په دوام پرون دافغانستان داسلامي غورځنګ ګوند له مشر سره وکتل.
باخترآژانس ته  دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دخبر له مخې :
دکورنيو چارو  وزارت  سرپرست محمدعمر داودزي په هغې کتنه کې چې پرون يې دافغانستان داسلامي غورځنګ ګوند له مشري سترجنرال عبدالرشيد دوستم سره يې وکړه په هيواد کې دملي وحدت دتامينولو په لاره کې دده زحمتونه اوقربانۍ دستاينې وړ وبللې ټينګار يې وکړ جنرال دوستم په هيواد کې  دملي وحدت په جوړولو کې يې مهم رول لوبولى دى.
دغه راز دکورنيو چارو  وزارت   سرپرست وويل : چې دافغانستان ملي پوليس دامنيت په  تامينولو  اودقانون دحاکميت په نافذولو ، دهيواد دسياسي رهبرانو ملاتړي او همکارۍ ته اړتيا لري اوله هغوي څخه هيله لري چې په دې باب له ملي پوليسو سره همکارې وکړي .
په همدې حال کې دافغانستان دملي غورځنګ دګوند مشر سترجنرال عبدالرشيد دوستم ، دولسي جرګې درايې  اخيستلو لپاره  دمحمدعمر نامزادى څخه ملاتړ اعلام  کړه او  جوته يي کړه چې دافغانستان داسلامي ملي غورځنګ  دامنيت په تامينولو کې ملاتړي کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته