امنیت

ديارلس تنه وسله وال طالبان په بادغيس کې ووژل شول .

کابل باختردلړم شلمه :
دبادغيس مسوولانو وويل ديارلس  تنه وسله وال طالبان پرون  ددغه ولايت په قادس ولسوالۍ کې دامنيتي او دفاعي ځواکونوپه جګړه کې ووژل شول .
دبادغيس  يوه امنيتي سرچينې باختراژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو له دوو استقامتونو څخه په قادس  ولسوالۍ بريدونه وکړل  غوښتل يې دغه ولسوالۍ تر خپل کنترول لاندې راوړلي  چې دامنيتي او دفاعي ځواکونوله مقاومت سره مخامخ شول .
ده وويل په دې نښته کې ددوى ددريو قوماندانانو او ديوه ماهر ماين جوړونکې په ګډون ديارلس تنه وسله وال  طالبان  ووژل شول
خبرځاى  زياته کړه  په دې جګړه کې دوه تنه پوليسان شهيدان او درې تنه نور  پوليسان دملي اردو  له اتو تنو سرتيرو سره  ټپيان شول .
ختم_  عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته