ښوونه او روزنه

په هرات کې دبابازنګي عطا دليسې د اداري اوتدريسي ودانۍ دجوړولو کارپيل شو

 کابل / باختر دزمري دمياشتې ٢٦ :
په هرات ښارکې د بابازنګي د اداري اوتدريسي  ودانۍ دجوړولو کار پيل شو
دباخترآژانس دسيمه ييزخبريال دخبرله مخې؛ ټاکل شوې ده دغه ودانۍپه ٥٨٠٠ مترمربع ځمکه کې په  دوو پوړونو کې جوړه اوشپاړلس درسي خونې به  ولري .
ددغې ودانۍدجوړولو دلګښت پيسې د هرات ښار د يوتن  معارف پال  عبدالظاهر
نادرې له خوا ورکول کيږي.
دهرات ولايت دپوهنې رئيس پوهيالى عبدالرزاق ددغه ښوونځي دجوړولو دکارد پرانستلو په وخت کې د هغه له  لوړ همت څخه  مننه او قدرداني وکړ  او داکار يې  دهرات دپوهنې د پرمختګ په برخه کې يو مهم ګام وباله.
احمدي په پارلمان کې د هرات دخلکو له استازې  ميرمن نجلادهقان نژاد څخه  چې ددغه ښوونځي دځمکې مالکيت د دفاع له وزارت څخه  دپوهنې وزارت ته انتقال کړى دى مننه  وکړه.
ددغې ليسې زياتره  زده کوونکي نجونې او هلـــکان  اوس ترخيمو لاندې  خپلو زده کړو ته دوام ورکوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته