سیاست

جمهور رئیس عالمانو ته په خطاب کې: تاسې د افغانستان د مسلمان ملت په لارښوونه کې رغنده رول لرئ

کابل باختر دوږي څلورويشتمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني پرون مازیګر له یو شمېر سني او شیعه عالمانو سره وکتل او هغوی ته یې د اختر مبارکي ورکړه.
دجمهور رييس دوياند دفتر  باختراژانس ته خبرورکړ .
په دې کتنه کې چې په ارګ تر سره شوه، لومړی د حج او اوقافو وزارت معین داعی الحق عابد جمهوررئیس او د هېواد عالمانو ته د اخترمبارکي ورکړه وې ویل: سږکال د خدماتو او شفافیت له پلوه د حج مدیریت ډېر ښه و. هغه زیاته کړه، د حج په سفر کې د لګښت له پلوه هم د پام وړ کموالی راغلی دی.
د حج او اوقافو وزارت معین وویل، سږکال د حج په سفر کې لومړنی افغان ماشوم وزیږید.
داعي الحق عابد څرګنده کړه، د جوماتونو په برخه کې اصلاحات پيل شوي دي چې له مخې يې د عالمانو، موذنينو او د جوماتونو د خادمانو امتیازات زیات شوي دي، همدارنګه د عالمانو د علمي ظرفیت لوړولو په خاطر د یو انستیتوت له خوا کار ترسره کېږي.
ورپسې د افغانستان د دعالمانودسراسري شورا رئیس مولوي قیام الدین کشاف خبرې وکړې وې ویل، عالمانو تل له دولت سره همکار دي. هغه زیاته کړه: افغانان روښانه، تاریخي دیني او اسلامي مخینه لري.
هغه وویل، زموږ خلکو د اسلام په دفاع کې له یو میلیون زیات شهیدان ورکړي دي، خو له بده مرغه له دغو ټولو قربانیو سره سره ځیني زموږ د خلکو په ضد جهاد اعلانوي.
قیام الدین کشاف وویل، موږ تر بل هر چا د اسلام، اسلامي نظام او قانون په ارزښت پوهېږو. زموږ اساسي قانون په اسلامي ارزښتونو ولاړ دی او زموږ د دولت دین هم اسلام دی.
د افغانستان د دعالمانودسراسري شورا رئیس وویل، زموږ قانون په سیمه کې بې ساری دی او د افغانستان جمهور رئیس د عالمانو په هکله تل نیک نظر لري.
مولوي قیام الدین کشاف له عالمانو وغوښتل، چې د هغو تبلیغاتو په وړاندې چې زموږ د اسلامي نظام په ضد کېږي خلکو ته پوهاوی ورکړي.
هغه له جمهور رئیس څخه مننه وکړه، چې په ښه مدیریت یې د افغانانو لپاره د ترانزیټ او سوداګرۍ نوې لارې پرانیستې. هغه زیاته کړه: د افغانستان ټول عالمان د جمهور رئیس تائید او ملاتړ کوي.
ورپسې جمهور رئیس خبرې وکړې عالمانو ته یې د لوی اختر د مبارکۍ تر څنګ هغوی ته په خطاب کې وویل: د افغانستان د مسلمان ملت په لارښوونه کې تاسې رغنده رول لری.
جمهور رئیس زیاته کړه: زموږ وحدت، قوت او اتحاد په اعلای کلمه لله کې دی، هر کله چې افغانستان د پردیو هېوادونو له خوا تر برید لاندې نیول شوی دی، افغانان د اسلام په محور د وطن د دفاع لپاره راټول شوي دي.
د افغانستان جمهوررئیس له سني او شیعه عالمانو څخه مننه وکړه چې د مذهبونو د اتحاد په برخه کې يې ښه کارونه ترسره کړي دي.
محمد اشرف غني وویل، د لومړي ځل لپاره د جوماتونو د ترمیم په خاطر ۴۰۰میلیونه افغانۍ په پام کې نیول شوي دي او د هغو ولسوالیو لپاره چې سمبال جوماتونه نه لري جوماتونه جوړیږي.
جمهور رئیس له عالمانو وغوښتل چې د خلکو او ماشومانو د وژنې په ضد خپل څرګند غږ پورته کړي.
د هېواد جمهور رئیس د خپلو خبرو په پای کې وویل، زموږ اساسي قانون په اسلامي ارزښتونو ولاړ دی، چې پلي کول یې زموږ د ټولو هیله ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته