ټولنه

د مور نړیواله ورځ په خوست کې ولمانځل شوه

کابل باختر د غبرګولي ۲۷ مه
د مور نړیواله ورځ د افغانستان د سلمې کلیزې په ویاړ د ښځو چارو ریاست له خوا نن ورځ د سلګونو ښځو او ځوانانو په شتون د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د غونډو په تالار کې ولمانځل شوه.
دخوست له ولايت څخه په رارسيدلي خبرله مخې.
د ښځو چارو ریئسې شفیه نورزۍ وویل چې دلته ښځې د بل هر چا څخه زیاتې د جګړې په ډګر کې قربانې شوي دي چې نن ورځ یې مو د مور د ورځ نمانځو ، ځکه چې هر شهید یوه مور لري ،چې دلته بیا هم مور قرباني شوې ده ، همدغه جنګ جګړې دي چې د میندو ژوند یې نا ارامه کړی دى ، موږ غواړو چې په ارامه هېواد کې ژوند وکړو،مور ده چې د جګړې په ډګرکې خپل بچیان له لاسه ورکوي او ډیرې میندې مو بورې او خویندې مو کونډې او بیچیان مو یتیمان شول.  
نوروزۍ وویل چې کوښښ کوو چې د ښځو لپاره په هره برخه کار وکړو او د دوی لپاره ښه خدمات تر سره کړو .
د ولایت ویاند طالب منګل وویل چې د خوست ولایتي اداره کوښښ کوي چې د ښځو لپاره د کار زمینه برابره کړي، چې ښه مثال یې د جنډر په برخه کې د نادیې باوري او د چاپیریال ساتنې ریاست د ریئسې ټاکنه ده ، ده زیاته کړه چې اوس مهال په خوست کې د ښځو په برخه کې مدني فغالیتونه زیات شوي او په ښنځيو کې یې هم شمیر زیات شوى دى، چې دا پخپله د ښځو په برخه کې د پام وړ لاسه ته راوړنه ده
منګل زیاته کړه چې ولایتي اداره په پام کې لري چې د ښځو لپاره د امن خونې جوړې کړي تر څو بې سرپرسته او له ګواښ سره مخامخې ښځې د امن په فضاء کې ژوند وکړي . ده هماشان له ښځو څخه غوښتنه وکړه چې د سولې غږ له خپل کور څخه بیل کړي اود خپلو اولادنو د ښوونې اوروزنې په برخه کار وکړي .
د ولایتي شورا وکیلې نعت بې بې عمري وویل چې افغان میرمنې نور له جنګ څخه ستړي شوي هره ورځ زموږ د بچیانو جنازي روانې وي ،افغان میرمني خپل بچیان د جنک او مرګ لپاره راوړي او نور هیوادونه بچیان د ښه ژوند او  پرمختک لپاره راوړي، نو پکار ده چې موږ هم د پرمختګ لپاره ګامونه پورته کړو.
عمري په دواړو غاړو د سولې غږ وکړ او زیاته یې کړه، چې هره ورځ په ودونو کې د خوشحالۍ پرځای د غم او ویر خبرې وې او هره کورنۍ کونډې او بورې لرې، چې د ټولو بدمرغيو یواځنۍ حل لاره يې سوله ده .  پاى- فضل واحد

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته