کابل- باختر د لړم څليرويشتمه:
څلور تنه وسله وال ياغيان له يوې اندازې مهماتو سره دملي اردو دځواکونو دچاڼيزو عملياتو په بهيرکې ونيول شول .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ: څلور تنه ياغي طالبان چې دقندهار ولايت په مربوطاتو کې يې د ورانکارو بريدونو نيت درلود؛ له دريو کلاشينکوفونو، يوې تومانچې ، يوزغر وال واسکټ او دکلاشينکوف له لسو شارژورونو سره دملي اردو دځواکونو په چاڼيزوعملياتوکې ونيول شول .
ديوبل خبر له مخې، يو وسله وال مخالف دقندهار ولايت دميانشين اوخاک ريز ولسواليو په مربوطاتو کې ووژل شول او يوبل ياغي ونيول شو .
دغه راز ددغو عملياتو په بهيرکې يوه اندازه جنګي وسايل هم ترلاسه شوې دي
5 د یوې دقیقې څخه لږ