روغتیا

په لوګرکې د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ پرخلاف د واکسين پيل

کابل باخترد وري اتمه :
د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ پرخلاف د واکسين د تطبيق د پسرلني کمپاين لومړى پړاو پرون په لوګر ولايت کې د دغه ولايت د والي محمد حليم فدايي له خوا د يو ماشوم په خوله کې د دوو څاڅکو واکسين په څڅولو سره پيل شو .
د لوګر ولايت د عامې روغتيا رياست مرستيال نورعباس قاسمي باختر آژانس ته وويل: په دې دوره کې له پنځه کلنى څخه ښکته په يوسلو يو ويشت زرو  ماشومانو د پوليو واکسين او په يوسلو شپږ زره پنځه سوو تنو ماشومانوته د ويټامين (اې) باندې د اووه سوه تنو رضاکارانو له خوا واکسين تطبيقيږي .
د لوګر والي محمد حليم فدايي له ټولوعالمانو، مخورو، رسنيو، مدني ټولنو او له ټولوخلکوڅخه وغوښتل چې په ماشومانو د واکسين په تطبيقولوکې له روغتيايي کارکوونکو سره همکاري وکړي او له روغتيايي کارکوونکو څخه يې هم وغوښتل چې په پوره ايماندارۍ سره خپل کار ترسره کړي .
  ويل کيږي؛ په لوګر ولايت کې تر اوسه پورې له اتو کلونو را پديخوا د پوليوکومه مثبته پيښه نه ده ثبته شوې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته