امنیت

يو تن دوسلو دليږدولو په تور ونيول شو.

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٢٨
دکورنيو چارو وزارت له  تروريزم سره دمبارزې منسوبينو نن يو تن دڅومليه وسلو دليږدونې په تور دکابل ولايت له مربوطاتو څخه ونيوه.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبرورکړ  :
نيول شوى  سړى چې دننګرهار ولايت اوسيدونکې دى غوښتل نهه څلويښت ميله ډول  ډول وسلې او يوه اندازه مهمات له يو کرولا موټر څخه په استفادې سره له کابل څخه ننګرهار ته وليږدوي چې دڅرخي پله په ساحه کې د دغې ادارې دمنسوبينو له خوا ونيول شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته